په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې د خدمتونو د لا ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۰:۴۱
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې د خدمتونو د لا ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون درلود، چې د تخصصي او ثالثي خدماتو د ښه والي، اړوندو مسؤلینو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او د روغتیايي معلوماتي سیسټم اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وویل، موږ ژمن یو چې په ټولو تخصصي او ثالثي روغتونونو کې خدمات لا معیاري کړو، ترڅو په کور دننه ټولو ناروغانو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

ښاغلي مرستیال دغه راز له اړوندو مسؤلینو څخه وغوښتل، چې خپلو مسؤلیتونو ته پاملرنه وکړي، ترڅو د ناروغانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په غزني کې زده‌کړیالانو ته د نشه‌يي توکو د زیانونو په اړه علمي سیمینار ترسره شو

د غزني ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون مسؤلینو له لوري د نشه‌ يي توکو د زیانونو مخنیوي په موخه د عمر روغتیايي علومو انسټیټیوټ زده کړیالانو ته یو علمي سیمینار ترسره شوه

په دې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۱۴
Background image

پروان ولایت کې ۱۲ ټنه له نېتې تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول

دغه توکي چې د تېرو شپږو میاشتو په موده کې د پروان عامې روغتیا ریاست او امارتي ادارو د ګډې جوړې شوې کمېټې له لوري په چاریکار ښار او د دې ولایت له بېلا بېلو ولسوالیو څخه راټول شوي وو، له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بامیان ولایت کې د ۱۳۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت درې پراختیایي پروژې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

دغه پروژې چې د اغاخان بنسټ د روغتیايي خدمتونو پراختیایي بودیجې له لارې بشپړې شوې، په کې د درملو او طبي تجهیزاتو زیرمتون، د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو ګرمولو سیستم او د روغتون لپاره د. . .

BACK TO NEWS