په غزني کې زده‌کړیالانو ته د نشه‌يي توکو د زیانونو په اړه علمي سیمینار ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۲
moph

د غزني ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون مسؤلینو له لوري د نشه‌ يي توکو د زیانونو مخنیوي په موخه د عمر روغتیايي علومو انسټیټیوټ زده کړیالانو ته یو علمي سیمینار ترسره شوه

په دې سیمینار کې شاوخوا ۲۵۰ زده کړیالانو ګډون کړی ؤ، چې موخه یې د نشه‌ يي توکو د ناوړه اغېزو په اړه د علمي پوهاوي لوړول او راتلونکو روغتیايي کادرونو ته په یاده برخه کې کره معلومات وړاندې کول وو.

په دې سیمینار کې د نشه‌ يي توکو ټولنیز، اقتصادي، رواني او روغتیايي زیانونه په علمي او هر اړخیز ډول تشریح شول او د یادو توکو د کارونې له امله رامنځته کېدونکې فردي او ټولنیزې ستونزې روښانه شوې.

همدارنګه، د نشه‌ يي توکو مخنیوي، د روږدو پېژندنې او د درملنې مرکزونو ته د هغوی د راجع کولو په اړه هم مهم علمي معلومات وړاندې شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر کندهار ته د سفر په ترڅ کې د عینو مېنې ۳۵۰ بستریز روغتون له مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو سره ناسته وکړه

په دې ناسته کې د روغتیايي خدمتونو لا ښه والي، ناروغانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او له هغوی سره د مناسب چلند، او همدارنګه د روغتون د شته ستونزو د حل په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

لغمان ولايت کې ۹۰۰ کيلو ګرامه له نېټې تېر خوراکي توکي او ۲۱ قلمه درمل راټول شول

د لغمان عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري په اليشنګ ولسوالۍ کې له خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو له عمده او پرچون پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ، چې پایله کې يې ۲۸. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت نورستان ته د بېړنیو روغتیايي مرستو درمل وسپارل

د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون (EPR) ټاکل شوي پلاوي د نورستان ولایت د وروستیو سیلابونو له امله د ټپیانو غوره درملنې په موخه ۱۶ قلمه درمل د دغه ولایت. . .

BACK TO NEWS