لغمان ولايت کې ۹۰۰ کيلو ګرامه له نېټې تېر خوراکي توکي او ۲۱ قلمه درمل راټول شول

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۳۵
MOPH

د لغمان عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري په اليشنګ ولسوالۍ کې له خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو له عمده او پرچون پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ، چې پایله کې يې ۲۸ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي، چې ۹۰۰ کيلو ګرامه کېږي او ۲۱ قلمه له نېټې تېر درمل، چې ۱۲ کيلو ګرامه کېږي، راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې د هوا ککړتیا د مخنیوي نظارتونه ترسره کړل

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د EPR پلاوي د نورستان له والي سره د سیلاب ځپلو روغتیايي وضعیت وڅېړه

د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون (EPR) کمېټې ټاکل شوي پلاوي نورستان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، ښاغلي الحاج زین‌العابدین عابد سره ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۹
Background image

د بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، سرپل، بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو سره انلاین غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې چې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، يو شمېر مرکزي رئیسانو او د بېلابېلو ریاستونو استازو شتون درلود، موخه يې د مرکز. . .

BACK TO NEWS