د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
MOPH

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري کنفرانس کې د عامې روغتیا وزارت د تېر یو کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې.

د عامې روغتیا وزارت د ۱۴۴۷ هـ.ق کال په ترڅ کې د روغتیايي نظام د پیاوړتیا په موخه د روغتیا ملي ستراتېژي، پنځه کلن ستراتېژیک پلان او د روغتیايي خدمتونو نوې ټولګه ترتیب کړې او ۳۳۲ لارښودونه، کلینیکي پروتوکولونه او تقنیني او تنظیمي اسناد یې چمتو کړي دي.

همدارنګه، له ۱۰ زرو څخه ډېرو روغتیايي کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوې، ۶۰ روغتیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي او د ۱۰۳ روغتیايي مرکزونو او روغتونونو د جوړولو او بیارغونې چارې هم روانې دي.

په همدې موده کې د هېواد وګړو ته ۹۲.۷ میلیونه سراپا روغتیايي خدمتونه او ۲.۱ میلیونو څخه ډېرو ته بستر روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.

دغه راز، له ۱۰۹ زرو څخه ډېر د درملو، خوراکي توکو او روغتیايي محصولاتو نمونې ارزول شوي، ۱۲۹۵ ټنه ناقانونه، له نېټې تېر او غیرمعیاري توکي له منځه وړل شوي او د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په موخه له ملي او نړیوالو شریکانو سره ۳۵۰ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۱۵
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د سرپل ولایت سانچارک ولسوالۍ له قومي مخورو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي دوکتور محمد حسن غیاثي هم شتون درلود د یادې ولسوالۍ د روغتیايي خدماتو پر وضعیت، د موجوده روغتون د خدماتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۴۶
Background image

په ۱۲ ولایتونو کې د درملو د راپور ورکولو فورم د تشریح روزنیز پروګرام پیل شو

په دې درې ورځني روزنيز پروګرام کې د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي د روغتیايي معلوماتو پر کره‌ والي او روڼتیا او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر لوړولو. . .

BACK TO NEWS