پروان ولایت کې ۱۲ ټنه له نېتې تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۱۴
MOPH

دغه توکي چې د تېرو شپږو میاشتو په موده کې د پروان عامې روغتیا ریاست او امارتي ادارو د ګډې جوړې شوې کمېټې له لوري په چاریکار ښار او د دې ولایت له بېلا بېلو ولسوالیو څخه راټول شوي وو، له منځه یوړل شول.

د پروان ولایت عامې روغتیا رئیس، ډاکټر نیاز محمد مخلص، وویل: (زموږ د څارنې بهیر په دوامداره توګه روان دی او هڅه کوو، چې له چاریکار ښار او د ولسوالیو له بازارونو څخه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي راټول او له منځه یوسو).

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۶
Background image

د بغلان ولایت دوشې ولسوالۍ کې له یو شمېر درملتونونو، روغتیايي کتنځايونو او د خوراکي توکو له تاسیساتو څخه نظارت ترسره شو

په دې پروګرام کې له ۳۱ بابه روغتیايي تاسیساتو، ۳ بابه رسټورانټونو او د شېریخ‌ جوړولو څخه د دوشې ولسوالۍ د کیله‌ ګي بازار کې نظارت ترسره شو، چې پایله کې يې ۵ روغتیايي کتنځايونه د جواز نه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲
Background image

په اوو ولایتونو کې د واکسیناسیون په اړه د عامه پوهاوي غونډې ترسره شوې

د ننګرهار، خوست، پروان، پنجشیر، جوزجان، فراه او بادغیس ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو اړوند د کتلوي معافیت ملي پروګرام امریتونو له لوري «واکسینونه د هر نسل لپاره مؤثر دي» تر شعار لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د غزني ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون ته د شاوخوا ۱۳ زره امریکایي ډالرو په ارزښت اړین توکي واخیستل شول

دغه توکي د یاد روغتون د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا او د ناروغانو درملنې بهیر د لا ښه والي په موخه د ځوانانو روغتیايي او پرمختیایي مؤسسې (YHDO) په همکارۍ اخیستل شوي دی.

BACK TO NEWS