په بلخ، غور او جوزجان ولایتونو کې د روغتیايي او خوراکي تاسیساتو نظارت ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۵:۲۲
MOPH

د بلخ، غور او جوزجان ولایتونو روغتیايي مسؤلینو په دغو ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو، کتنځایونو، تشخیصیه کلینیکونو، د خوارکي موادو له تاسیساتو او عمده پلورنځیو څخه نظارت تر سره کړ

په دغه نظارت کې ۵ درملتونونه په غور ولایت کې د روغتیايي قوانینو څخه د سر غړونې له امله وتړل شول  او ۱۳ قلمه له نېټې تېر او بې کیفیته خوراکي مواد په بلخ ولایت کې او ۲۰ قلمه له نېټې تېر خوراکي مواد په جوزجان ولایت کې راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګدام ته ولېږدول شول.

همداراز، اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنې وشوې، تر څو د عامې روغتیا وزارت د معیارونو سره سم خپل فعالیتونه تر سره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS