په بادغیس کې د زیږون څو سیمه ایز زيږنتونونه چې د آشيانه صحي  په نوم یادیږي، ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

Panah_moph
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۲ - ۱۸:۴۷
په بادغیس کې د زیږون څو سیمه ایز زيږنتونونه چې د آشيانه صحي  په نوم یادیږي، ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

 پنجشنبه، جوزا  ۱۲/ ۱۴۰۱
 د لومړي ځل لپاره د بادغیس ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵ "زیږون/روغتیایي سرپناه" پرانیستل شول.
 د بادغيس د عامې روغتيا رييس مولوي محمد آصف قانت وويل، چې د زېږنتونونو پر جوړېدو ټول اووه ميليونه افغانۍ لګښت راغلى، چې د ملګرو ملتونو د جميعت صندوق (UNFPA) له خوا ورکول کېږي.
 ښاغلی قانت زیاتوي چې له دغو زيږنتونونو څخه د "زيږون" لپاره کار اخیستل کېږي او د هغو په جوړولو سره د ډېرو مېرمنو او کورنیو ستونزې، چې له روغتیايي مرکزونو لرې دي، حل کېږي.
 د روغتیايي چارواکو په وینا؛  په دې روغتونونو کې په هر یوه کې یوه قابله د میندو او ماشومانو د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو لپاره استخدام شوې ده.
 دا د زیږون روغتونونه یو له هغو اقداماتو څخه دی چې د میندو او ماشومانو د مړینې د کمولو لپاره اړین دي.
 دا روغتونونه د بادغیس په لرې پرتو سیمو کې فعالیت کوي، په داسې حال کې چې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه تل لوړه بلل شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS