په افغانستان کې د ټیلي مډیسن (له لرې واټن څخه د درملنې) ازمایښتي پروژه پیل شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۳:۲۱
moph

د ټیلي مډیسن (Telemedicine) یا له لرې واټن څخه د درملنې ازمایښتي پروژه، د یوه قزاقستاني شرکت د عصري تجهیزاتو او ټکنالوژۍ په کارولو سره د کابل ښار په مرکزي پولي کلینیک کې د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې پیل شوه.

په دې غونډه کې د مرکزي پولي کلینیک رئیس، ډاکټر دین‌ محمد حبیبي، د عامې روغتيا وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس انجنیر احمد جاوید وفا، د ټیلي مډیسن آمر ډاکټر رامین سنګین او د قزاقستاني شرکت انجنیرانو ګډون کړی و.

د غونډې په ترڅ کې د ټیلي مډیسن سیستم، ګټې او وړتیاوې معرفي شوې او د مرکزي پولي کلینیک رئیس د یاد سیستم د پلي کېدو او عملي کولو ملاتړ څرګند کړ.

دغه راز، د پولي کلینیک ډاکټرانو او مسلکي مسؤلینو په عملي توګه له یاد سیستم څخه ګټه واخیسته او څو ناروغانو ته یې په ازمایښتي ډول طبي مشورې وړاندې کړې. همدارنګه، د قزاقستان له ډاکټرانو سره مستقیمه اړیکه ټینګه شوه او له لرې واټن څخه د طبي مشورو او تخصصي نظرونو د تبادلې امکانات هم وازمویل شول.

ټاکل شوې ده، دغه سیستم د یوې ټاکلې مودې لپاره د هېواد په درېیو روغتیايي مرکزونو کې په ازمایښتي ډول وکارول شي. د دې پړاو له بشپړېدو وروسته به د پروژې پایلې او لاسته‌راوړنې د تخنیکي ټیم او د عامې روغتیا وزارت د مسؤلینو په ګډون وارزول شي او د ترلاسه شویو موندنو پر بنسټ به د دې سیستم د پراختیا او په راتلونکو پروګرامونو کې د پلي کېدو په اړه پرېکړه وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

د دایکندي ولایت پاتو ولسوالۍ عمومي روغتون له ودانیزو چارو  لیدنه وشوه

د دایکندي ولایت عامې روغتیا رئیس، ډاکټر جواد حکیمي د یاد ولایت پاتو ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولسوالۍ د عمومي روغتون له ودانیزو چارو لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال نوموړي د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۳:۲۹
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي، په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د لوړپوړو استازو له پلاوي سره لیدنه وکړه

په دغه لیدنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، آغلې رباب فاطمې، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) مشر ډاکټر اېډوین سالواډور، د ملګرو ملتونو د نشه. . .

BACK TO NEWS