هلمند کې پر نشه یي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې شل بستریز روغتون پرانیستل شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۲۲
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د هلمند د عامې روغتیا رئیس الحاج مولوي احمد شفیع الله، د تطبیق کوونکو مؤسسو استازو، روغتیا پالانو او د بېلا بېلو ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.

د هلمند د عامې روغتیا رئیس د خپلې وینا پر مهال وویل، یاد روغتون د عامې روغتیا وزارت له لوري منظور شوی، شل بستره لري او په وړیا توګه به په کې د روږدو ښځو او ماشومانو درملنه کېږي.

نوموړي دغه راز، د همکارو مؤسسو له مسؤلینو وغوښتل چې د روږدو لپاره د درملو برابرولو، عامه پوهاوي او حرفوي زده کړو برخه کې دې خپل مسؤلیت په سمه توګه ترسره او  دې برخې ته دې لا زیاته پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست له لوري ۱۱ نوې بهرنۍ کمپنۍ او ۷۰ قلمه درمل ثبت شول

ياد رياست د ۱۴۰۵ هـ ش کال د میزان میاشتې په ترڅ کې د وارداتي درملو، کورنیو تولیداتو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت او د اسنادو د مدیریت سیستمونو ښه‌والي برخو کې خپلو فعالیتونو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۵۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت کې د اړتیاوو ثبت او پلان جوړونې په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت په عمومي تالار کې د راتلونکي مالي کال لپاره د اړتیاوو د کره ثبت او تدارکاتي پلان د ترتیبولو لارښود په اړه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ د یاد معینیت. . .

BACK TO NEWS