ننگرهار ولایت کې ۶۵۵ اړمنو او ماشوم لرونکو میندو ته کمپلې او ترپالونه ووېشل شول

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۰:۸
MOPH

د ننگرهار ولایت په مهمندرې ولسوالۍ کې د UNFPA نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ ۶۵۵ تنه اړمنو او ماشوم لرونکو میندو ته یو شمېر کمپلې او ترپالونه ووېشل شول.

دغه بشري مرستې د ننگرهار عامې روغتیا ریاست د مهمندرې ولسوالۍ د روغتیايي مسؤل، ډاکټر شاه محمود هجرت په همغږۍ ترسره شوې دي، چې موخه یې د ژمي په موسم کې د میندو او ماشومانو ساتنه او له موسمي ناروغیو څخه د هغوی مخنیوی دی.

همدارنګه، د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو وویل، چې د ورته مرستو دوام د میندو او ماشومانو د ژوند د وضعیت په ښه والي کې مهم رول لوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS