ننګرهار کې روغتیايي کار کوونکو او د روغتیايي شورا استازو ته د ظرفیت لوړونې په موخه ۳ ورځنی روزنیز ټریننګ ورکړل شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۲:۵۰
MOPH

دغه ۳ ورځنی روزنیز ټریننګ، د AYESO مؤسسې لخوا د روغتیايي کار کوونکو او روغتیايي شورا استازو ته ظرفیت لوړونې په موخه ترسره شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف، د AYESO مؤسسې له مسؤلینو څخه د یاد روزنیز ټریننګ د برابرولو له امله مننه وکړه او د روغتیایي شورا استازو ته یې وویل، چې خپلو مسؤلیتونو ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

د دغه ټریننګ په پای کې مولوي امین الله شریف له ګډونوالو څخه وغوښتل، چې په ټریننک کې زده کړي موضوعات په کاري ساحه کې تطبیق کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۵
Background image

د وزیر محمد اکبر خان په تخصصي روغتون کې د درې سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۲۰۰ کیلوواټه لمریزې برېښنا سیستم نصب او د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو

د دغه لمریزې برېښنا سیستم د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزیر محمد اکبر خان روغتون رئیس ډاکټر عنایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۲۶
Background image

د کابل په ګلدرې ولسوالۍ کې د خوړو د خوندیتوب او حفظ‌الصحې له وضعیت څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلينو له لوري د کابل ولایت په ګلدرې ولسوالۍ کې له یو شمېر رسټورانټونو، نانواییو، قصابیو او د سړک پر غاړه د خوړو پلورنځيو څخه نظارتونو ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۳:۴۰
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره له AHDS سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په ارزګان، نيمرزو، کندهار او هلمند ولایتونو کې د روغتيايي ځالو له لارې د مېندوارۍ روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Afghan Health Development and. . .

BACK TO NEWS