ننګرهار او لوګر ولایتونو کې له یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونو او درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۵۶
MOPH

یاد نظارت د څارنې او پلټنې آمریت تخنیکي ټیم له لوري د ننګرهار ولایت جلال‌ باد ښار نهمه ناحیه کې له یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونو او د لوګر ولایت د پل‌ علم ښار له یو شمېر درملتونونو څخه تر سره شو، چې پایله کې یې ننګرهار ولایت کې دوه لابراتوارونه، یو روغتیایي کتنځی، یوه نرسنګ خونه، یو کلینیک او لوګر ولایت کې ۱۳ درملتونونه د قانوني جوازونو نه درلودلو، ناقانونه درملو پلور او د حفظ‌الصحې اصولو نه مراعتولو له امله وتړل شول.

دغه راز، د یادو مرکزونو مسؤلینو ته لارښوونې وشوې، چې خپل فعالیتونه د عامې روغتیا وزارت له پالیسۍ سره سم ترسره کړي؛ تر څو خلکو ته معیاري او باکیفیته خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS