ننګرهار، پکتیکا، پروان، کندز او سمنګان ولایتونو کې په یو شمېر ښوونځیو، پوهنځیو او انسټیټیوټونو کې د نشه‌ یي توکو مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۲۴
MOPH

دغه پروګرامونه د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې ریاست اړوند د ننګرهار ولایت د تنکیو روږدو ځوانانو درملنې ۴۰ بستریز روغتون، د پکتیکا ولایت د روږدو درملنې ۳۰ بستریز روغتون، د پروان ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون، د کندز ولایت د روږدو درملنې ۸۰ بستریز روغتون او د سمنګان ولایت د روږدو درملنې ۳۰ بستریز روغتون مسؤلینو له لوري زده کوونکو او زده کړیالانو ته ترسره شول.

په دې پروګرامونو کې د نشه‌ یي توکو ټولنیز، اقتصادي، رواني او روغتیايي زیانونه په علمي او هر اړخیز ډول تشریح شول او د دغو توکو د کارونې له امله رامنځته کېدونکې فردي او ټولنیزې ستونزې روښانه شوې او هم د نشه‌ یي توکو د مخنیوي، د روږدو پېژندنې او د درملنې مرکزونو ته د هغوی د راجع کولو په اړه مهم معلومات وړاندې شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

په اسلام‌قلعه بندر کې د قرنطین مرکز د جوړېدو بنسټ کېښودل شو

د هرات اسلام‌ قلعه بندر په صفري نقطه کې د قرنطین مرکز د بنسټ ډبره د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر حنیفي، د اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو د استازو په شتون کې کېښودل شوه.

دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د فاتح میوند عالي لیسې استادانو ته د سالمې تغذیې په اړه د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو تحلیل او سرویلانس ریاست د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي د کارپوهانو ټیم له لوري د فاتح میوند عالي لیسې څه باندې ۳۰ استادانو ته د. . .

BACK TO NEWS