ننګرهار، خوست، غزني، کنړ، پنجشیر او بدخشان ولایتونو کې له یو شمېر روغتیایي کتنځایونو، درملتونونو، تولیدي فابریکو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۱۳
MOPH

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې ننګرهار ولایت کې د درملو یوه تولیدي فابریکه د غیر معیاري درملو تولید له امله وتړل شوه او ۲۵ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول شول. همدارنګه، خوست ولایت کې ۸۰ قلمه درمل او ۳۹ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته ولېږدول شول.

همداراز، کنړ ولایت کې ۲۰۸ قلمه درمل او ۳۰ قلمه خوراکي توکي، غزني ولایت کې ۱۲ بستې خوراکي توکي او پنجشیر ولایت کې ۴۲ قلمه درمل او ۴۰ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول شوي او بدخشان ولایت کې ۵ درملتونونه د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱۱
Background image

مولوي نور جلال جلالي په کندز کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتون د جوړېدو بنسټ کېښود

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کلباد عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښوده

په همدې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت او کار او ټولنیزو چارو وزارت د استازو تر منځ ګډه ناسته ترسره شو

دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی ریاست له لوري د دې وزارت د وقایوي طب، معالجوي طب، اقتصاد او د روغتیا تمویل ریاستونو او کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو ساتنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزیر په سمنګان کې د ۵۰ بستریزې نسایي ولادي څانګې پرانیسته وکړه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي سمنګان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ولایتي روغتون کې د نسایي ولادي ۵۰ بستریزې څانګې پرانیسته وکړه

په همدې موخه. . .

BACK TO NEWS