له پاکستان هېواد څخه د درملو وارداتو د منع کولو طرحې اغېزمن تطبیق او همغږۍ په موخه ناسته ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۵۹
moph

دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تر چتر لاندې، د درملیزو خدماتو، درملیزو تاسیساتو ته د جواز ورکولو او د اسنادو د تحلیل او فعالیتونو د تنظیم ریاستونو مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې پر بدیلو لارو چارو ټینګار وشو، چې په کې د کورني بازار ارزونه، د موجوده زېرمو مدیریت، له معتبرو هېوادونو څخه د وارداتو اسانتیاوې او د تخنیکي ناستو جوړول شامل دي، تر څو د درملو عرضه له خنډ سره مخ نه شي او باکیفیته، مصؤن او معیاري درملو ته د خلکو لاسرسی تضمین شي.

د یادو ریاستونو مسؤلینو ټینګار وکړ، چې دا طرحه باید ګام په ګام او سنجول شوي ډول عملي شي، ترڅو د درملو خدمات ګډوډ نه او عامه ګټې خوندي پاتې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته ۲۹ قلمه درمل وسپارل شول

یاد درمل د یونیسف نړيوالې ادارې له لوري د روان میلادي کال دوهمې ربعې لپاره د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي او د ولسوالیو روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ننګرهار عامې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرحدي بندرونو کارکوونکو ته د ساري ناروغیو په برخه کې روزنیز ټرېننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د تورخم فرضي کرښې او اسلام قلعه بندر روغتيايي کارکوونکو ته کابل کې د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي او کنټرول په برخو کې د کارکوونکو. . .

BACK TO NEWS