لغمان ولایت کې ۳۰ ټنه له نېټې تېر، بې‌ کیفیته توکي او درمل له منځه یوړل شول

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۸:۳۸
MOPH

یاد توکي او درمل چې تخميني ارزښت یې (۵۵۷۱۲۹۱) افغانۍ ټاکل شوی دی، د لغمان ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د تېرو شپږو میاشتو په موده کې راټول شوي وو، چې د عامې روغتیا ریاست او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې له منځه یوړل شول.

د لغمان د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر سمیع الله عابد نیازي وویل، د څارنې او پلټنې مسؤلین به خپلو دوامدارو فعالیتونو ته دوام ورکوي او د هر ډول بې‌ کیفیته او له نېټې تېرو درملو، خوراکي توکو او نورو مضرو موادو مخنیوی به کوي؛ ترڅو د خلکو روغتیا خوندي شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS