فراه ولایت کې واکسیناتورانو ته د (OPV/IPV & Cold Chain) In-Service تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنی  ښوونیز ورکشاپ تر سره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۷
moph

دغه ورکشاپ د واکسیناتورانو د مسلکي وړتیاوو لوړولو، د  کتلوي معافیت خدمتونو د کیفیت ښه والي، د OPV او IPV واکسینونو د تطبیق په اړه د ګډونوالو د لا زیاتې بلدتیا او همدارنګه د Cold Chain سیستم د سم مدیریت او ساتنې په موخه جوړ شوی و، چې د فراه ولایت د مرکز او ولسوالیو روغتیايي مرکزونو یو شمېر واکسیناتورانو  په کې ګډون کړی و.

یاد ښوونیز ورکشاپ د فراه ولایت عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمدولي احمدزي، په دې ولایت کې د ریلیف نړیوالې مؤسسې تخنیکي مرستیال او د UNICEF ادارې د استازي په شتون کې پای ته ورسېد.

مسؤلینو د واکسینونو پر منظم تطبیق، د واکسینونو د کیفیت پر ساتنې او ماشومانو ته د اغېزمنو روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او د مخنیوي وړ ناروغیو برخه کې یې د واکسیناتورانو رول خورا مهم وباله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS