غور ولایت کې له یو شمېر روغتیایي کتنځایونو، درملتونونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۱۴
MOPH

دغه نظارت چې د غور ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، پایله کې یې ۷ درملتونونه د قانوني جوازونو نه لرلو له امله وتړل شول او ۹ قلمه له نېټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته ولېږدول شول.

دغه راز، د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیایي قوانینو د مراعتولو او شفري نسخو څخه د مخنیوي په موخه لازمې سپارښتنې وشوې، چې د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS