عامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو نړیوال نوښت (GPEI) او د بهرنیو سازمانونو له استازو سره په تېره ربع کې د ترسره شویو خدماتو ارزونې او همغږۍ پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۵۴
MOPH

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام رئیس مولوي محمد داود منصوري، یو شمېر نورو مسؤلینو، د بهرنیو سازمانونو او جي پي اي آی استازو ګډون کړی و، د اغېزمنې همغږۍ پیاوړتیا، د باکیفیته خدماتو پراختیا، د شته ستونزو حل، د GPEI او بهرنیو سازمانونو له لوري په تېره ربع کې د ترسره شویو خدماتو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د روغتیایي سیستم د پایښت لپاره د بېړنیو پروژو سربېره پر پراختیایي پروژو او سیستم جوړونه ټینګار وکړ او ویې ویل، اوسنیو شرایطو ته په کتو د سرچینو سالم مدیریت او د چارو لازم او اغېزمن ترسراوی ډېر اړین دی؛ څو خدمات لا ښه او اغېزمن شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS