عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو له لارې په لرې پرتو سيمو کې؛ مېندوارۍ روغتيا او کورني تنظيم خدمتونو ته د مېرمنو او انجونو د لاسرسي زياتوالی په موخه له Afghan Family Guidance Association- AFGA مؤسسې سره د (۱۶۹۷۰۰۶) یو میلیون، شپږ سوه اووه نوي زره او شپږ ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو

دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۴۴ روغتيايي مرکزونو له لارې د یادو ولایتونو (۲۵۹۳۹۵) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۱۵۰) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د AFGA مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۹
Background image

د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک له لوري د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو.

په دغه کمپاین کې له ۲۸ تنو هېوادوالو څخه ۱۴ زره سي‌ سي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲
Background image

د ولایتونو روغتیايي ناظمینو ته ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه پېرل کېږي

د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د څارنې بهیر د لا پیاوړتیا او اړوندو چارو د اسانتیا په موخه د روغتیايي ناظمینو لپاره ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه وپېري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۸:۴۳
Background image

په فراه، کاپیسا او جوزجان ولایتونو کې له درملتونونو، روغتيايي کتنځيو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د فراه ولایت په مرکز، د جوزجان ولایت د شبرغان ښار په آقچې بندر او د کاپیسا ولایت د کوهستان دویمې حصې ولسوالۍ کې ترسره شو، چې په پایله کې یې ۱۹۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته خوراکي توکي. . .

BACK TO NEWS