د “بکټریالوژي او درملو حساسیت”  تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ټریننګ ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۱۷:۵۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه ریاست اړوند، مرکزي لابراتوارونو آمریت له لوري د ګلوبل فنډ دفتر او اډا (AADA) مؤسسې په همکارۍ د خوست، پروان، بامیان، کندهار، کابل، پکتیا او کندز ولایتونو ۱۳ تنو طبي ټکنالوجستانو ته  د “بکټریالوژي او درملو حساسیت”  تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ټریننګ ترسره شو.

د یاد ټریننګ په اړه د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو آمر، ډاکتر مسعود دلسوز وویل، دغه روزنیز ټریننګ په عملي او نظري بڼه د مسلکي او مجربو استادانو له لوري د یادو ولایتونو طبي ټکنالوجستانو ته د ظرفیت لوړولو په موخه ترسره شو؛ ترڅو وکولای شي هغه موضوعات چې د یاد ټریننګ په پای کې یې زده کوي په اړوندو څانګو کې پلي کړي.

ډاکټر دلسوز همداراز زیاته کړه، ټاکل شوې په راتلونکي کې هم د مرکز کابل او ولایتونو طبي ټګنالوجستانو ته ورته روزنیز ټریننګونه په لاره واچول شي او له ګډونوالو مو غوښتنه ده، چې له دې فرصت څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۵۶
Background image

عامې روغتیا وزارت د تور زیړي پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه ترسره کړه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د «هیپاټیټس ناروغۍ د وقایوي خدمتونو او پاملرنې ادغام په روغتیايي سیستم کې» تر شعار لاندې د تور زیړي پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه تر سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۱۸
Background image

د پکتیکا د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي په اړه د عامې روغتیا وزارت او ATOA مؤسسې ګډه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي او مل تخنیکي ټیم پکتیکا ولایت کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو له بهیر څخه د تر سره کړي نظارت په اړه د ATOA مؤسسې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۶
Background image

د ملي او نړیوالو مؤسسو استازو ته د درملو وارداتو بهیر سره د اشنايۍ لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په ملاتړ، د ملي او نړیوالو مؤسسو استازو ته د درملو وارداتو بهیر سره د اشنايۍ لپاره درې ورځنی روزنیز. . .

BACK TO NEWS