د کونړ د عامې روغتیا ریاست روزنیز تالار لپاره د لمریزې برېښنا سیستم فعال او پرانيستل شو
د کونړ ولایت عامې روغتیا ریاست د روزنیز تالار د برېښنا اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د یونیسف په مالي ملاتړ د لمریزې برېښنا سیستم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد سیستم د پرانیستې مراسمو کې د کونړ د عامې روغتیا رئیس، قاري مظفر خان مخلص د دې پروژې بشپړېدل د روغتیايي کارکوونکو د روزنیزو پروګرامونو د پیاوړتیا او د هغوی د ظرفیت لوړولو په برخه کې مهم ګام وباله.
