د کندهار ولایت د شاولي کوټ ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه
یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د ګرځنده روغتیایي ټیمونو رئیس ډاکټر ظاهر محمد منګل، د مالي او حسابي، تدارکاتو او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۱۵ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.
د عامې روغتیا وزارت د ګرځنده روغتیایي ټیمونو رئیس ډاکټر ظاهر محمد منګل وویل: دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او له هغه شرکت څخه چې بریالی کېږي، هیله لرو کارونه په ټاکلي وخت د عامې روغتیا وزارت له شرطونو سره سم ترسره کړي؛ ځکه چې دا د عامه ګټو پروژه ده او موږ به یې له چارو څخه نظارت هم کوو.
بل لور، د ودانیزو شرکتونو استازو ژمنه وکړه، که په دې پروسه کې بریالي شي، د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم به د روغتون د جوړېدو چارې ترسره کوي.
د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونو د جوړولو پلان لري، چې د یادې پروسې تدارکاتي چارې دوام لري.
