د کندز ولایت د روږدو درملنې ۸۰ بستریز روغتون څخه ۲۰ تنه روږدي ناروغان له بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنيو ته وسپارل شول

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۳:۴۹
MOPH

دغه کسان د درملنې دورې له بشپړېدو وروسته د ياد روغتون د رهبرۍ هیئت او روغتيايي کارکوونکو په شتون کې خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کندز ولایت د روږدو درملنې ۸۰ بستریز روغتون آمر د اعتیاد پرېښودو، د ارادې اهمیت، د ناروغانو په ملاتړ کې د کورنيو رول، د درملنې برخه کې د لاسته راوړنو د ساتنې او په ټولنه کې د بیا ادغام پر اړتيا خبرې وکړې او د يادو ۲۰ تنو روغتیا ترلاسه کول یې د ټولنیزو زیانونو د کمولو په لاره کې یو اغېزمن ګام وباله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS