د کندز ولایت د روږدو درملنې ۸۰ بستریز روغتون په انګړ کې د سالم او زرغون چاپېریال په موخه د نیالګیو کېنولو پروګرام پیل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۵۸
MOPH

د کندز ولایت د روږدو درملنې ۸۰ بستریز روغتون په انګړ کې د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا فرهنګ د ودې په موخه د نیالګیو کېنولو پروګرام د یاد روغتون د ځینو مسؤلینو په شتون کې پیل شو.

په دې پروګرام کې یو شمېر زینتي نیالګي د روغتون په انګړ کې کېنول شول، چې د ناروغانو لپاره د یو سالم، تازه او هیله‌ بښونکی چاپېریال په رامنځته کېدو کې د کارکوونکو ژمنتیا او د هغوی د مسؤلیت احساس څرګندوي.

د کندز ولایت د روږدو درملنې ۸۰ بستریز روغتون رهبرۍ د ناروغانو د روحي حالت او رواني روغتیا په ښه‌ والي کې د سمسور او زرغون چاپېریال پر اهمیت ټینګار وکړ او دا اقدام یې د چاپېریال او روغتیايي خدمتونو په ښه‌ والي کې یو مثبت ګام وباله او زیاته یې کړه، هیله ده چې د دې ډول پروګرامونو په دوام سره به روغتیايي مرکزونو کې سالم او زرغون چاپېریال رامنځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS