د کندز ولایت د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ارزونې په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۵:۲۳
moph

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني کندز ته د سفر پر مهال د دې ولایت د مرستیال والي، مولوي حبیب الرحمن صهیب په شتون کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ارزونې په موخه له روغتیايي کارکوونکو او د خوړو او درملو اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

د دې ناستې موخه د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړول او د خوړو او درملو اتحادیې مسؤلینو ته د اړینو لارښوونو ترسره کول وو، ترڅو  باکیفیته درمل او خوراکي توکي بازار ته وړاندې کړي.

د داخلي تفتیش رئیس دغه راز، له روغتیايي کارکوونکو څخه وغوښتل ترڅو د اړتیا سره سم ناروغانو ته تشخیصیه خدمات ترسره او د ښه چلند سربېره ورته هغه درمل ورکړي، چې ناروغان ورته اړتیا لري.

نوموړي همداراز  وویل: د خوړو او درملو اتحادیه باید د عامې روغتیا وزارت د ځانګړي لارښود سره سم خپل فعالیتونه ترسره او دا لارښود عملاً تطبیق کړي.

په دې ناسته کې دغه راز، روغتیايي کارکوونکو او د خوړو او درملو اتحادیې مسؤلینو خپلې ستونزې مطرح کړې، چې د کندز مرستیال والي له لوري ورته ډاډ ورکړل شو، چې د یادو ستونزو حل لپاره به د اړوندو برخو له مسؤلینو سره په ګډه هڅې کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د دایکندي ولایت روغتیايي ځالو ته د نږدې ۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي تجهیزات، درمل او طبي مصرفي توکي وېشل کېږي

د دایکندي عامې روغتیا ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) له لوري د نږدې ۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي تجهیزات، درمل او طبي مصرفي توکي د دغه ولایت روغتیايي ځالونو. . .

BACK TO NEWS