د کابل ښار په یو شمیر سیو کې د خوراکي توکو او درملو څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۲۴
moph

د خوړو او درملو د څارنې او پلټنې ریاست نظارتي ټیم د کابل ښار په ۱۲مې، ۳مې، ۹مې، ۵مې او ۱۰مې ناحیو کې د درملو او خوراکي توکو له ۸۲ بابه تاسیساتو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت په پایله کې ۱۸ درملتونونه وتړل شول، د یوې کمپنۍ د غیرقانوني اعلاناتو مخه ونیول شوه او همداراز، ۲۰ قلمه غیر مجاز جنسي محصولات راټول او ضبط شول.

یاد نظارت به په دوامدار، منظم او جدي ډول روان وي او په راتلونکي کې به هم له ټولو سرغړوونکو سره پرته له هر ډول ملاحظې د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې قانوني چلند ترسره کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS