د کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې د کانګو ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي لوړولو په موخه زرګونه پوسټرونه وویشل شول

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۲
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ښار په بېلا بېلو برخو (شکردرې ولسوالۍ، د څارویو د خرڅلاو ځایونو، دوکاندارانو، قصاب خونو او نورو عامه ځایونو) کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي پوسټرونه نصب او وویشل.

د دغو پوسټرونو د وېشلو موخه د کانګو ناروغۍ او د هغې د مخنیوي لارو چارو په اړه د خلکو عامه پوهاوی لوړول دي، ترڅو د عامه پوهاوي پواسطه په خلکو کې د دې خطرناکې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي.

یادو پوسټرونو کې د کانګو ناروغۍ اړوند د نښو نښانو، د انتقالېدو، د مخنیوي میتودونو او د روغتیايي لارښوونو د تعقیبولو اړین او مهم معلومات شامل دي، په ځانګړې توګه کله چې څاروي ذبح کېږي.

د ښار په ګڼه ګوڼه او عامه ځایونو کې د یادو  پوسټرونو په نصبولو سره، خلک هڅول کېږي، چې د کانګو ناروغۍ په اړه اړین اقدامات وکړي او د خپل ځان او نورو د روغتیا ساتنه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د دایکندي ولایت روغتیايي ځالو ته د نږدې ۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي تجهیزات، درمل او طبي مصرفي توکي وېشل کېږي

د دایکندي عامې روغتیا ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) له لوري د نږدې ۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي تجهیزات، درمل او طبي مصرفي توکي د دغه ولایت روغتیايي ځالونو. . .

BACK TO NEWS