د کابل ښار مخابراتي شبکو له سلګونو انتنونو څخه تخنیکي څارنه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۰:۱۴
MOPH

د عامې روغتيا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د څارنې ټیمونو له لوري په تېرو څلورو کلونو کې د کابل ښار د مخابراتي شبکو له سلګونو انتنونو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوې ده.

 د دې څارنې موخه د برېښنايي مقناطیسي څپو د خپرېدو د کچې دقیق کنټرول، د ملي او نړیوالو روغتیایي معیارونو سره د ورته والي تضمین او د دې ناوړه څپو د خپرېدو مخنيوی دی.

 د دې څارنې په ترڅ کې د چاپېریال روغتيا رياست ټيمونو د مخابراتي شبکو فعالیتونه د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو او د روغتیا نړیوالو لارښوونو سره سم څېړلي او په دې برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي، ترڅو د کابل ښار اوسېدونکو د روغتیا او چاپېريال خونديتوب ډاډمن کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS