د کابل ښار لسمه ناحیه کې له رسټورانټونو، سلمانیو او ښوونځیو څخه روغتیايي نظارت ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلينو له لوري د کابل ښار ۱۰مه ناحیه کې له یو شمېر رسټورانټونو، سلمانیو او ښوونځيو څخه لیدنې او نظارتونه ترسره شول
په یادو لیدنو او نظارتونو کې د ذکر شویو تاسیساتو مسؤلينو او کارکوونکو ته د نظافت، حفظ الصحې ساتنې او خوندیتوب په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې ترسره او هم ورته ګڼ روغتیایي معلومات ورکړل شول. دغه راز، د حفظ الصحې چک لېستونه ډک، لایحه یې تشریح او د یادو تاسیساتو مسؤلينو او کارکوونکو ته د روغتیایي کارتونو اخيستلو په موخه لازمې سپارښتنې هم ترسره شوې.
