د کابل ولایت د تغذیې خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د عامې روغتیا وزارت او AADA مؤسسې ترمنځ تړون لاسلیک شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۸:۳۲
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Agency for Assistance and Development of Afghanistan-AADA  مؤسسې سره د (۱۹۰۶۹۶) یو سل نوي زره شپږ سوه شپږ نوي ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو

دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۴۲ روغتيايي مرکزونو له لارې د دې ولایت (۹۶۹۳۷) تنو حاد متوسط خوارځواکو کوچنيانو او شېدې ورکوونکو مېندو ته د تغذیې خدمتونو وړاندې کېږي او (۴۷) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د AADA مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ۳۷ قلمه له نېټې تېر او غير مجاز درمل او يو ټن له نېټې تېر خوراکي توکي راټول شول

د ارزګان عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د ياد ولايت خاص ارزګان ولسوالۍ کې له روغتیايي تاسیساتو، د خوراکي توکو عمده او پرچون پلورنځيو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون دريم فصل، څلورويشتمه ماده څلورمه فقره

که د خوراکي توکو درملو او روغتیایی محصولاتو توریدوونکی شرکت په خپلو معياري ګودامونو کې قرنطين شوي توکي د عامې روغتيا يـــا کرنې وزارت د کيفيت د کنټرول لابراتوار د پایلو له رارسېدو نه. . .

BACK TO NEWS