د کابل روغتونونو ډاکټرانو او نرسانو ته د ژوند لومړنیو مرستو (BLS) روزنیز پروګرام ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه د کابل ولایت د یو شمېر روغتونونو ډاکټرانو او نرسانو لپاره د BLS- Basic life support (د ژوند لومړنۍ مرستندویه کړونو) په اړه یو ورځنی ښوونیز ټریننګ ترسره شو
دغه ښوونیز پروګرام د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست په تالار کې ترسره شو، چې اساسي موخه یې ناروغانو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د روغتیايي کارکوونکو د عملي مهارتونو پیاوړتیا او د کاري ظرفیت لوړول وو.
په دې روزنیز ټریننګ کې د استقلال، الشفاء، شیخ زاید، د خیرخانې ۱۰۲ بستریز، ستوماتولوژي، انتاني، اتاترک، افغان اندونیزیا، اندراګاندي، کابل امبولانس، احمدشاه بابا، رابعه بلخي، مرکزي پوليکلینیک او د ابنسینا عاجل روغتونونو څخه ۷۵ ډاکټرانو او نرسانو ګډون کړی و، چې د لومړنیو مرستو او د زړه ـ ریوي (BLS) په برخه کې یې اړینې زده کړې ترلاسه کړې.
