د کابل د روغتونونو ډاکټرانو او نرسانو ته د BLS (د ژوند لومړنیو مرستندویه کړنو) روزنیز ټریننګ ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۲:۵
moph

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه د کابل ولایت د یو شمېر روغتونونو ډاکټرانو او نرسانو لپاره د BLS- Basic life support (د ژوند لومړنۍ مرستندویه کړونو) په اړه یو ورځنی ښوونیز ټریننګ ترسره شو

دغه ښوونیز پروګرام د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست په تالار کې ترسره شو، چې اساسي موخه یې ناروغانو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د روغتیايي کارکوونکو د عملي مهارتونو پیاوړتیا او د کاري ظرفیت لوړول وو.

په دې روزنیز ټریننګ کې د مرکز له روغتونونو څخه ۶۰ تنو ډاکټرانو او نرسانو ګډون کړی و، چې د لومړنیو مرستو او د زړه ـ ریوي (BLS) په برخه کې یې اړینې زده کړې ترلاسه کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS