د ډینګي ناروغۍ د مخنیوي په موخه د عامې روغتيا وزارت له لوري ټاکل شوې ځانګړې کمېټې د ننګرهار له اغېزمنو سیمو او روغتیايي مرکزونو څخه لیدنې وکړې
د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په ځانګړې لارښوونه د ډینګي ناروغۍ د وضعیت ارزونې په موخه د ټاکل شوې ځانګړې کمېټې غړو د ملاریا او نورو ناقله ناروغیو آمر ډاکټر حزبالله فطرت په مشرۍ، د ننګرهار ولایت له رحمت فامیلي او تورخم سیمو له روغتیايي مرکزونو څخه، چې د ډينګي پېښې په کې ثبت شوې وې، لیدنې وکړې.
د لیدنو پر مهال ډاډ ترلاسه شو، چې روغتیايي ټیمونه په سیمو کې فعال دي او په دې برخه کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. همداراز، د ډینګي ناروغۍ د لېږدوونکو غوماشو د لاروا له منځه وړلو په موخه په ډنډونو کې درمل کارول کېدل او د عامه پوهاوي ټیمونو خلکو ته د ناروغۍ د مخنیوي، د پشه خانو (ماشلومو) د کارولو او نورو وقایوي تدابیرو په اړه لازمې لارښوونې کولې.
