د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ د مشرتابه او مسؤلینو ترمنځ اداري ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۹:۲۹
MOPH

په دې ناسته کې د یاد انسټېټیوټ رئیس ډاکټر محمد قاسم عادل، علمي او تدریسي آمر ډاکټر عبدالستار جبارزي، د ولایاتو علمي او تخنیکي آمر ډاکټر محمد اصف شهیدي، مالي او اداري آمر بریال عصمتي او د ناروې کمېټې له لوري د انسټېټیوټ ستر سلاکار ډاکټر میراغا ګلابزي ګډون درلود.

یاده ناسته کې د سنتي طب ډیپارټمنټ د تشکیل جوړولو، د مصنوعي اندامونو (پروستیتیک او اورتوتیک) درې کلن ازمایښتي پروګرام د فعالولو، د ۱۴۰۵ کال لپاره د ICU تخصصي نرسنګ د تشکیل جوړولو، ولایتي سفرونو، په عمومي تشکیل د بیاکتنې، د لیلیو او اداري څانګو لپاره د اوبو پاکولو ماشینونو نصبولو او د ۱۴۰۵ کال لپاره د مرکز او ولایتي محصلانو د جذب پر موضوعاتو هر اړخیز بحث او خبرې تر سره شوې.

دغه ناسته کې پرېکړه وشوه، چې اړوند آمریتونه دې ذکر شوي موضوعات د عامې روغتیا وزارت له محترم مقام سره شریک کړي او د عملي کېدو لپاره دې لازم اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS