د پنجشېر ولایت عامې روغتیا ریاست له لوري ۱۶ تنو واکسیناتورانو ته د ظرفیت لوړونې په موخه ۱۲ ورځنی روزنیز ټریننګ ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۵۹
moph

په دغه روزنیز ټریننګ کې ګډونوالو د واکسیناسیون، د واکسینونو د ساتنې او خوندي ذخیره کولو، د واکسینونو د تطبیق، راپور ورکولو او د کتلوي معافیت پروګرام اړوندو نورو موضوعاتو په اړه نظري او عملي زده کړې ترلاسه کړې.

د پنجشېر ولایت عامې روغتیا ریاست مسؤلینو وویل: د دې ټریننګ موخه د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د واکسیناسیون خدمتونو کیفیت ښه کول او د ساري ناروغیو د خپرېدو مخنیوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS