د پروان ولایت د روغتیايي کارکوونکو لپاره «د عامې روغتیا مدیریت او اخلاقو» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۱:۵۱
MOPH

د افغانستان د عامې روغتیا ملي انسټیټیوټ د عامې روغتیا د زده‌کړو او مدیریت ریاست له لوري، «د عامې روغتیا مدیریت او اخلاقو» د روزنیزو پروګرامونو په لړ کې درېیم ورکشاپ د پروان ولایت د عامې روغتیا ریاست د ۴۵ تنو اداري او روغتیايي کارکوونکو او د دغه ولایت د اړوندو روغتیايي مرکزونو د یو شمېر کارکوونکو لپاره په بریالیتوب سره ترسره شو.

دغه پنځه ورځنی ورکشاپ د روغتیايي کارکوونکو د کاري وړتیاوو لوړولو په موخه جوړ شوی و، چې په ترڅ کې یې د مدیریت اصول او بنسټونه، اغېزمنه اړیکه، د دفتر مدیریت، د کاري ټیمونو جوړول، د وخت مدیریت، د کارکوونکو د کړنو ارزونه، د اخلاقو او عامې روغتیا مفاهیم، د روغتیايي کارکوونکو چلند، د کثافاتو مدیریت او د روغتیا پیاوړتیا په اړه ګډونوالو ته روزنه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۱:۵۱
Background image

د پروان ولایت د روغتیايي کارکوونکو لپاره «د عامې روغتیا مدیریت او اخلاقو» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د افغانستان د عامې روغتیا ملي انسټیټیوټ د عامې روغتیا د زده‌کړو او مدیریت ریاست له لوري، «د عامې روغتیا مدیریت او اخلاقو» د روزنیزو پروګرامونو په لړ کې درېیم ورکشاپ د پروان ولایت د عامې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۲۴
Background image

د بارورۍ روغتیا د ستراتیژۍ بیاکتنې او تدوین په موخه د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د دغه وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د UNFPA، روغتیا نړیوال سازمان او UNICEF ادار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۹
Background image

د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک له لوري د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو.

په دغه کمپاین کې له ۲۸ تنو هېوادوالو څخه ۱۴ زره سي‌ سي. . .

BACK TO NEWS