د يونيسیف ادارې له لوري د کاپیسا عامې روغتیا ریاست ته ۳۱ قلمه درمل او طبي توکي وسپارل شول
یاد درمل او طبي توکي له رسېدو وروسته د عامې روغتیا ریاست د ټاکل شوي پلاوي له لوري د یونیسيف د استازو په شتون کې وشمېرل شول او له اړوندو اسنادو سره یې تطبیق ترسره او له ډاډ ترلاسه کېدو وروسته په رسمي ډول د کاپیسا عامې روغتیا ریاست ته وسپارل شول او په ډیټابېس کې ثبت شول.
