د هېواد د ۳۴ ولایتونو د تغذيې مديرانو ته د حادې خوارځواکۍ مخنیوي او درملنې ملي لارښود څلور ورځنی روزنيز (ToT) ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۶:۲۹
MOPH

دا لارښود چې څه موده وړاندې په رسمي بڼه خپور شو، له پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومانو او د هغوی د میندو لپاره د حادې خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې خدمتونه تر پوښښ لاندې راولي، چې د بستر او په کور دننه درملیز پروګرامونه بر کې نیسي.

د عامې روغتيا وزارت د عامه تغذيې رئیس، ډاکټر حکمت الله معصومي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، د ورکشاپ جوړولو او ترتيبولو برخه کې د عامه تغذيې ریاست تخنیکي ټیم، یونیسف ادارې او تغذيې ملي ټرینرانو له هڅو مننه وکړه او په ورکشاپ کې يې د وړاندې شويو معلوماتو او مهارتونو په عملي کولو او پلي کولو ټينګار وکړ.

په یاد ورکشاپ کې د حادې خوارځواکۍ مخنیوي او درملنې لارښود «Prevention and Management of Wasting Guidelines» ټولې برخې د هېواد په کچه د مجربو استادانو له لوري تدریس او وړاندې شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۹
Background image

د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک له لوري د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو.

په دغه کمپاین کې له ۲۸ تنو هېوادوالو څخه ۱۴ زره سي‌ سي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲
Background image

د ولایتونو روغتیايي ناظمینو ته ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه پېرل کېږي

د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د څارنې بهیر د لا پیاوړتیا او اړوندو چارو د اسانتیا په موخه د روغتیايي ناظمینو لپاره ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه وپېري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۸:۴۳
Background image

په فراه، کاپیسا او جوزجان ولایتونو کې له درملتونونو، روغتيايي کتنځيو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د فراه ولایت په مرکز، د جوزجان ولایت د شبرغان ښار په آقچې بندر او د کاپیسا ولایت د کوهستان دویمې حصې ولسوالۍ کې ترسره شو، چې په پایله کې یې ۱۹۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته خوراکي توکي. . .

BACK TO NEWS