د هېواد د یو شمېر ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره د الهي پېښو پر مهال د ناروغانو روغتیایي وضعیت ته د رسېدنې په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۴۵
MOPH

دغه ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ په آنلاین ډول ترسره شوه،  په کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي او د قندهار، کونړ، ننګرهار، بدخشان، پکتیا، پکتیکا، خوست، نیمروز او هلمند ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو ګډون کړی و.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د یادو ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو د هڅو ستاينه وکړه او ویې ویل: ( د مرکز او ټولو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلین باید د زلزلو، سېلابونو او نورو بېړنیو پېښو پر مهال لاندې ټکي په پام کې ونیسي، تر څو د ډېرو مرګ‌ ژوبلو مخنیوی وشي او اړمنو کسانو ته لازم روغتیایي خدمات په ټاکلي وخت وړاندې شي).

سربېره پر دې ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د زلزلو، سېلابونو او نورو بېړنیو حالتونو پر مهال د یو بشپړ او عملي پلان په چمتو کولو او تطبیق، په روغتونونو کې د درملو په زېرمه کولو، روغتیایي مرکزونو لپاره د اړتیا وړ طبي تجهیزاتو او ملزوماتو پر برابرولو، د کارکوونکو په ظرفیت لوړولو، د الهي پېښو لپاره د طبي ټیمونو، امبولانسونو او خېمو پر چمتو کولو ټینګار کړ.                        

همدارنګه، د یادو ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو د زلزلو، سېلابونو او نورو بېړنیو پېښو پر مهال د خپل چمتوالي او اړتیاوو په اړه وزارت ته معلومات وړاندې کړل، چې د روغتیایي خدمتونو مرستیال ورته د اړینو اړتیاوو پوره کولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS