د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ کې د درملو له یو شمېر عمده پلورنځیو، درملتونونو، هوټلونو، رسټورانټونو او د خوراکي توکو  پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۶:۶
MOPH

یاد نظارت د هلمند عامې روغتيا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې ۱۲۰ قلمه له نېټې تېر طبي توکي او ۸۰ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي، چې ټول ۷۵ کارتنه کېدل، راټول او د له منځه وړلو په موخه د موسی کلا ولسوالۍ د ښاروالۍ ګدام ته ولېږدول شول.

دغه راز، اړوندو مسؤلینو ته د باکیفیته خدمتونو وړاندې کولو او روغتیایي قوانینو د مراعتولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې؛ تر څو شفافیت رامنځته او خدمات معیاري شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS