د نورستان سېلاب ځپلو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو لا ښه رسونې په موخه د EPR کمېټې ناسته ترسره شوه
ياده ناسته د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د مرکزي رئيسانو او اړوندو مسؤلينو په شتون کې تر سره شوه، چې د رامنځته شوې پېښې له امله د اوښتو زیانونو، ټپیانو ته د اغېزمنو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او د روغتیايي اړتیاوو ارزونې په اړه په کې بحث او خبرې وشوې.
د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د پېښې له وضعیت سره سم د روغتیايي خدمتونو د لا ښه تنظیم او وړاندې کولو، اړینو روغتیايي توکو د تأمین او د زیانمنو خلکو د روغتیايي اړتیاوو پوره کولو په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.
