د ننګرهار ولایت سپين غر ولسوالۍ مامندرې سيمه کې د ۷.۱ ميليون افغانيو په لګښت د يو (BHC) روغتیایي مرکز د جوړېدو ډبره کېښودل شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۸
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې چې د ننګرهار مرستيال والي مولوي غلام الرحمن حيدري، د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، یو شمېر نورو ولایتي رئیسانو او مسؤلینو شتون درلود، مرستیال والي وویل: دا روغتیایي مرکز د اميرالمؤمنين حفظه الله د ځانګړې پاملرنې له مخې په درې جريبه ځمکه په اساسي ډول جوړيږي، چې د سيمې اوسېدونکو ته به د روغتیایي خدماتو برخه کې اړينې اسانتياوې رامنځته کړي.

همدارنګه، د ننګرهار عامې روغتیا رئیس وویل: دغه مرکز به د يولس کسيز روغتيايي ټيم په لرلو سره د مور او ماشوم، تغذیې، واکسين او ګڼو نورو برخو کې خدمات وړاندې کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره د روغتیایي سیستم پیاوړتیا او همغږۍ په اړه ولیدل

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ډاکټر اډوین سنیزا سلواډر او مل پلاوي سره ليدنه ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

کونړ ولایت کې څه باندې ۱۰۰ کیلوګرامه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول

د کونړ عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلتنې مسؤلینو د دې ولایت په بيلا بيلو ولسوالیو کې له خصوصي روغتیايي مرکزونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه څه باندې ۱۰۰ کیلوګرامه له نېټې تېر درمل او. . .

BACK TO NEWS