د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د تکانه روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
یاد روغتیايي مرکز د عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو د (SCI) مؤسسې په مالي ملاتړ د نږدې ۱۰۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ميدان وردګ والي، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت پلاوي، د بېلابېلو ادارو مسؤلينو، د عامې روغتيا رئيس حافظ سعيدالرحمن قادري، د دې رياست تخنيکي ټيم، د (SCI) مؤسسې استازو او د سيمې مشرانو ګډون کړی و.
د عامې روغتيا رئیس د سيمې اوسېدونکو او د (SCI) مؤسسې له دوامدار ملاتړ څخه د مننې تر څنګ ټينګار وکړ، چې د دغه ډول روغتيايي پروژو پلي کېدل د روغتيايي خدمتونو د پراختيا، د مور او ماشوم د روغتيا ښه والي او د ټولنې د هوساينې په برخه کې مهم رول لري.
