د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د رواني ـ ټولنیز ملاتړ او فزیکي بیارغونې هوکړه‌لیک لاسلیک شو

rasooli_admin
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل ولایت کې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره رواني ـ ټولنیز ملاتړ او د فزیکي بیا رغونې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Kabul Orthopedic Organization-KOO مؤسسې سره د (۳۲۵۲۷) دوه دېرش زره پنځه سوه اووه ویشت ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو

دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د نهه میاشتو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د معلولینو د فزیکي بیارغونې یو روغتيايي مرکز له لارې د یاد ولایت (۵۷۰) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۱۲) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د KOO مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د نهه میاشتو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۵
Background image

خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د مسلکي بستونو محترمو کاندیدانو د پام وړ!

هغه محترم کاندیدان چې د شارټ‌لېسټ د پروسې له پایلې څخه قناعت نه لري، کولای شي خپل شکایت د درېو کاري ورځو په موده کې د رسمي . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د غزني حوزوي روغتون د جدي پاملرنې (ICU) برخې لپاره یو شمېر مسلکي بستونه د NTA معاشاتو د نورم مطابق اعلان ته سپارلي دي.

په شرایطو برابر کسان کولای شي خپله (CV)  د ۱۴ . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

خبرتیا!

موضوع: د عامې روغتيا وزارت اړوند د الشفا روغتون خالي بستونو د شارټ لېست په اړه!

د  تحریري او تقریري ازموینو/ شارټ لېست په پاېلو د نه قناعت په صورت کې کولای شئ چې د  درې کاري ورځو په . . .

Back to announcements