د مرکز کابل د روغتونونو تشخیصیه څانګو له امرینو سره د ښې همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۴۸
MOPH

دا ناسته د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست د تشخیصیه خدمتونو ریاست له لوري د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د تشخیصیه خدماتو رئیس ډاکټر محمد قاسم صاحبي او د کابل د روغتونونو تشخیصیه څانګو د آمرینو په ګډون د اندراګاندي ماشومانو درملنې روغتون په تالار کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي د تشخیصیه څانګو د ښه والي، د دغو څانګو د تجهیز، لا زیاتې همغږۍ، د روغتيايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د هغوی ستونزو ته د رسېدنې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې خپلې ستونزې او ننګونې د معالجوي طب لوی ریاست سره شریکې کړي، څو هغه مثبت بدلونونه چې په پام کې نیول شوي، عملي شي.

همداراز، د عامې روغتيا وزارت د تشخیصیه خدماتو رئیس، ډاکټر محمد قاسم صاحبي وویل: (موږ غواړو د روغتونونو د تشخیصیه څانګو په برخه کې بنسټیز بدلونونه رامنځته کړو، چې په دې برخه کې ستاسو همکارۍ ته اړتیا ده. هغه ټینګار وکړ، چې د راتلونکي کال لپاره د تشخیصیه څانګو اړتیاوې او د خپلو ادارو تدارکاتي پلانونه له دې ریاست سره شریک کړي، تر څو په اړه يې لازم اقدامات ترسره شي.

دغه راز، د تشخیصیه څانګو آمرینو د خپلو ادارو وړاندیزونه، نظرونه او ستونزې د تشخیصیه څانګو د ښه والي په موخه د عامې روغتیا وزارت له مسؤلینو سره شریکې کړې، چې د مسؤلينو له لوري ورته د رسېدنې او حل  ډاډ ورکړل شو.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS