د لوګر ولایت روغتیایي مرکزونو سره د نږدې درې سوه زره ډالرو په ارزښت د ۶۰ قلمه درملو مرسته وشوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۵۲
moph

یاد درمل د لوګر عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو د یونیسف او کف مؤسسې په مالي همکارۍ اخیستل شوي، چې ژر به د لوګر ولایت ۶۰ روغتیایي مرکزونو ته ووېشل شي.

د لوګر عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمد زرک ځیرک د یادې مرستې له امله له یونیسف او کف مؤسسې څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، دغه درمل به د ناروغانو په درملنه کې اغېزمن رول ادا کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته ۲۹ قلمه درمل وسپارل شول

یاد درمل د یونیسف نړيوالې ادارې له لوري د روان میلادي کال دوهمې ربعې لپاره د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي او د ولسوالیو روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ننګرهار عامې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرحدي بندرونو کارکوونکو ته د ساري ناروغیو په برخه کې روزنیز ټرېننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د تورخم فرضي کرښې او اسلام قلعه بندر روغتيايي کارکوونکو ته کابل کې د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي او کنټرول په برخو کې د کارکوونکو. . .

BACK TO NEWS