د قزاقستان په مرسته په کابل کې د ۱۰۰ بستریز تخصصي او فوق تخصصي روزنیز روغتون طرحه نهایي شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۳۶
moph

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی ریاست اړوند د پلان او برنامه‌ ریزۍ ریاست له لوري په مرکز کابل کې د قزاقستان هېواد له لوري د جوړېدونکي ۱۰۰ بستریز تخصصي او فوق تخصصي روزنیز روغتون د طرحې، پلان، ډیزاین او پروپوزل نهایي کولو په موخه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې چې د اړوند تخنیکي کمېټې ټولو غړو ګډون کړی و، موخه یې د یاد روغتون د طرحې، پلان او ډیزاین وروستۍ ارزونه او نهایي کول وو، چې په ترڅ کې یې د پروژې ټول تخنیکي، اداري او خدماتي اړخونه په تفصیلي توګه وڅېړل شول.

د دې ناستې پر مهال د ياد روغتون د ظرفیت، تخصصي او فوق تخصصي څانګو، روزنیزو اسانتیاوو، ساختماني معیارونو او د خدماتو د کیفیت په اړه هر اړخیز بحث ترسره او نظرونه شريک شو؛ ترڅو طرحه لا معیاري او عملي بڼه خپله کړي.

دغه راز، د روغتون طرحه، پلان، ډیزاین او پروپوزل د کمېټې د غړو له لوري په نهایي ډول تائید او پرېکړه وشوه، چې په ځینو برخو کې دې لازم اصلاحات راوستل شي.

تمه ده، چې ياد روغتون به د تخصصي او فوق تخصصي روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تر څنګ د طبي او مسلکي روزنې په برخه کې هم مهم پرمختګ رامنځته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS