د فراه او تخار ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو لپاره نوي رئیسان وټاکل شول

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۱
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ په اساس د فراه ولایت د عامې روغتیا مخکینی رئيس، مولوي شیخ میر صدام د تخار ولایت د عامې روغتیا د نوي رئیس په توګه او د تخار ولایت د عامې روغتیا مخکینی رئیس، ډاکټر محمد ولي احمدزی د فراه ولایت د عامې روغتیا د نوي رئیس په توګه وټاکل شو.

یاد رئیسان په دوو جلا مراسمو کې، چې د یادو ولایتونو د بېلابېلو ادارو مسؤلینو هم شتون درلود، اړوند مسؤلینو ته وروپېژندل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۲۴
Background image

د بارورۍ روغتیا د ستراتیژۍ بیاکتنې او تدوین په موخه د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د دغه وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د UNFPA، روغتیا نړیوال سازمان او UNICEF ادار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۹
Background image

د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک له لوري د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو.

په دغه کمپاین کې له ۲۸ تنو هېوادوالو څخه ۱۴ زره سي‌ سي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲
Background image

د ولایتونو روغتیايي ناظمینو ته ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه پېرل کېږي

د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د څارنې بهیر د لا پیاوړتیا او اړوندو چارو د اسانتیا په موخه د روغتیايي ناظمینو لپاره ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه وپېري. . .

BACK TO NEWS