د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۴:۲۱
moph

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت، د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او د ۳ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت وویل «دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او له هغه شرکت څخه چې بریالی کېږي، هیله لرو کارونه په دقیق او ټاکلي وخت د عامې روغتیا وزارت له شرطونو سره سم ترسره کړي؛ ځکه چې دا د عامه ګټو پروژه ده او موږ به یې له چارو څخه نظارت کوو».

بل لور، د ودانیزو شرکتونو استازو ژمنه وکړه، که په دې پروسه کې بریالي شي، د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم به عمل ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونو د جوړولو پلان لري، چې د یادې پروسې تدارکاتي چارې دوام لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۴:۴۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ په اساس د روغتیا وزارت اړوند لاندې ټاکنې وشوې

ډاکټر محمد اقبال حماد د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او پلټنې رئیس په توګه او حافظ صبغت الله بریالی د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د کیفیت کنټرول لابراتوار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۴:۲۱
Background image

د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت، د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او د ۳ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د څارنې او پلټنې لوی. . .

BACK TO NEWS